غزني کې د تېر ۲۰ کلن جهاد تاریخ په اړه د دوو چاپ شویو اثارو مخکتنه وشوه
د غزني ولایت مسئولین وایي، د دې ولایت اطلاعاتو کلتور ریاست کې «خپله د کیسې را رسونکې هم شهیده شوه» او د «پنجرو شاته» په نوم د دوو چاپ شویو اثارو مخکتنه وشوه.
د غزني اطلاعاتو کلتور ریاست مسئولینو د تاریخ لیکونکو او لیکوالانو غوښتي، چې خلکو ته دې د حقایقو رسولو لپاره هڅې وکړي او هغوی دې د مجاهدینو له قربانیو خبر کړي.
په ورته مهال د دې کتابونو لیکونکي جاوید افغان ویلي، چې په دواړو کتابونو کې د مجاهدینو کارنامو او قربانیو او د اشغالګرو ځواکونو او د هغوی غلامانو وحشتونو ته کتنه کړې.
نوموړي «خپله د کیسې را رسونکې هم شهیده شوه» او «د پنجرو شاته» کتابونو له چاپ څخه موخه په هېواد د اشغالګرو او د هغوی غلامانو د جنایتونو او د جهاد په وخت کې د افغانستان خلکو قربانیو ښکاره کول یاده کړې ده.