د برېتانیا ځانګړو ځواکونو پخوانی غړی: برېتانوي ځواکونو به افغانستان کې بې ګناه په خوب ویده ملکیان وژل

د برېتانیا ځانګړو ځواکونو پخوانی غړی: برېتانوي ځواکونو به افغانستان کې بې ګناه په خوب ویده ملکیان وژل داشغال دوه لسیزې
د اشغال دوې لسیزې افغانستان کې د برېتانیا ځانګړو ځواکونو وحشتونه

د برېتانیا ځانګړو ځواکونو پخوانیو غړو د خپلو ملګرو د «جنګي جنایتونو» په اړه چوپتیا ماته کړې، هغوی وایي، برېتانوي ځواکونو به په بې ګناه په خوب ویدو افغانانو مرمۍ ورولې.

 د برېتانیا ځانګړو ځواکونو مخکېنیو غړو تر کلونو وروسته بي بي سي سره خبرو کې د خپلو ملګرو له لوري افغانستان او عراق کې له جنګي جنایتونو پرده پورته کړې.

دغو ځواکونو د لومړي ځل لپاره په علني ډول اعتراف کړی چې د برېتانیا ځانګړو ځواکونو افغانستان کې په ملکیانو په خوب حالت کې ډزې کولې او په بې رحمانه ډول به یې نیول شوي لاس تړلي ماشومان وژل.

 یوه سرتېري بي بي سي ته ویلي، افغانستان کې د برېتانیا ځانګړي ځواک یوه سرتېري د یوه ماشوم لاسونه وتړل او وروسته یې په ډزو وواژه په خبره یې، هغه دومره کوچنی و چې حتی د جګړې په اړه په هیڅ نه پوهېده.

 نوموړي زیاته کړې، د ملکیانو وژل د ځواکونو په منځ کې په یوه عادي کار بدل شوی و؛ دغو ځواکونو به خلک لټول او لاسونه به یې پرې تړل او وروسته به یې وژل او د صحنې جوړولو لپاره به یې د هغوی په خوا کې وسلې اېښودلې تر څو وښيي هغوی مسلح وو.

 دغه پوځیان وایي، افغانستان کې به یې په یوه سیمه په برید کې هلته ټول موجود کسان وژل د ډاډ ترلاسه کولو لپاره به یې ټول جسدونه بیا کتل که به کوم کس به ژوندی پاتې و هغه به یې هم وواژه دا هغه کړنه وه، چې څوک ترې سترګې نه شي پټولی.

 دغه ټکان ورکوونکي اعترافونه وروسته له هغې کیږي، چې تر دې وړاندې هم افغانستان کې د برېتانوي اشغالګرو ځواکونو له لوري د جنګي جنایتونو راپورونه ورکړل شوي وو، اوس د بشري حقونو فعالان وایي، سره له دې چې کره شواهد او ښکاره اعترافونه هم شته، خو نړېواله ټولنه او بنسټونه چې ځانونه د بشري حقونو مدافعین بولي دا دنده لري، چې دغه جنګي جنایتونه په جدي ډول وڅېړي او عاملین یې تر قانوني تعقیب لاندې راولي.

 #حریت راډیو

تړلي موضوعات