پر لبنان د اسرائیلو بریدونو دوام کې د حزب الله استخباراتي مرکزونه په نښه شوي

پر لبنان د اسرائیلو بریدونو دوام کې د حزب الله استخباراتي مرکزونه په نښه شوي نړۍ
پر لبنان د اسرائیلو تازه بریدونه

رویټرز د اسرائیلو پوځ له قوله خبر ورکړی، دغو بریدونو کې د حزب الله ډلې لوړ پوړي غړي په نښه شوي دي.

پر اسرائیلو د ایران تر بریدونو وروسته صهیونیست رژیم پر لبنان خپلو بریدونو ته زور ورکړی او ګواښ یې کړی، چې ایران به د خپلو بریدونو بیه پرې کړي.

په ورته مهال د لبنان روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې پر لبنان د اسرائیلو د بریدونو له پیله تر اوسه ۲ زره تنه وژل شوي، چې ۱۲۷ یې ماشومان او ۲۶۱ یې ښځې دي.

د الجزیرې خبري شبکې د خبر له مخې، پر لبنان د اسرائیلي یرغلګرو تر بریدونو وروسته دې هېواد کې ۱.۲ میلیونه وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.

تړلي موضوعات