امريکا کې شديد طوفان ٢١٥ تنه وژلي

امريکا کې شديد طوفان ٢١٥ تنه وژلي نړۍ
د امریکا په شمالي کارولينا ایالت کې طوفان

د امريکا فلوريډا، جورجيا او شمالي کارولينا ايالتونو کې شديد طوفان تر ٢١٥ تنه زيات وژلي. 

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس خبر ورکړى، چې د دې طوفان له کبله لسګونه تنه نور نادرکه شوي دي. 

بلخوا واشنګټن ټايمز ورځپاڼې ویلي، چې دې شديد طوفان ځينو سيمو کې ټولې ودانۍ نړولې دي. 

د امريکايي چارواکو له لوري د ورکړل شويو معلوماتو له مخې دغه طوفان د شاوخوا يو ميليون وګړو د برېښنا پرې کېدو لامل هم شوى او هغه يې په وروستۍ يوه پېړۍ کې تر ټولو ورانکاره طوفان بللى دى.

تړلي موضوعات