حمـ.اس د تېر استشـ.هادي برید مسؤلیت ومانه؛ د یوه فدايي پلار هم فدايي و

حمـ.اس د تېر استشـ.هادي برید مسؤلیت ومانه؛ د یوه فدايي پلار هم فدايي و نړۍ

د حـ.ماس جهـ.ادي غورځنګ پوځي څانګې القسام د وړمې ورځې د اسـ.تشهادي برید مسؤلیت ومانه او ویې ویل، چې دواړه د حماس فدایان ول.

القسام وايي، چې دواړه فدایان محمد راشد مسک او أحمد عبد الفتاح الهیموني نومېږي او په يافا سیمه کې یې په اسرائیلي اشغالګرو فدايي بریدونه ترسره کړل.

د حماس پوځي څانګه زیاتوي، چې دې بریدونو کې ۷ اسرائیل وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي چې د ډېرو وضعیت یې وخیم دی.

فلسطيني فعالانو ویلي، چې د فدایانو له جملې څخه محمد مسک د رائد المسک زوی دی، چې د القسام قومندان و او په ۲۰۰۳ کال کې یې فدايي برید کړی و.
دوی زیاتوي، چې دې فدايي برید په لړ کې ۲۰ تنه اسرائیلي اشغالګر وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپیان شوي وو.

د یادونې وړ ده، چې حـ.ماس جـ.هادي غورځنګ له کلونو کلونو ځنډ وروسته یو ځل بیا په اسرائیلي اشغالګرو استشـ.هادي بریدونه پیل کړي دي، چې اسرائیلي اشغالګر یې له سختې وارخطایئ سره مخ کړي دي.

تړلي موضوعات