هېواد کې د قدرت جزیرې ختمې شوې او افغانستان د اقتصاد او ټرانزېټ په مرکز بدل شوی

هېواد کې د قدرت جزیرې ختمې شوې او افغانستان د اقتصاد او ټرانزېټ په مرکز بدل شوی سیاست
هېواد کې د قدرت جزیرې ختمې شوې او افغانستان د اقتصاد او ټرانزېټ په مرکز بدل شوی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ایران ته د سفر پر مهال په مشهد کې د هېواد له جنرل قونسلګرۍ او له مشهد مېشتو افغان کډوالو، سوداګرو او دیني عالمانو سره په کتنه کې ویلي، په افغانستان کې له ۴۵کلونو وروسته د قدرت جزیرې، ملک الطوایفي، زور واکي، قوم او سمت پرستي ختمه شوې او ټول د یو افغان تر نوم لاندې ژوند کوي.

ښاغلي متقي دې کتنه کې همدارنګه ویلي، له کلونو وروسته په افغانستان کې د خلکو حکومت راغلی او هرڅوک که په حکومت کې دي او که له حکومت څخه د باندې دي ازادانه او هوسا ژوند کوي او څوک یې په کار کې کار نه لري.

نوموړي څرګنده کړې چې دا مهال په افغانستان کې هيڅوک په خطر کې نه دي او څوک چې د خطر خبره کوي هغوی د بهرنیو هېوادونو ته د تګ په موخه ورته نظرونه څرګندوي.

 بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سره ښې اړیکي لري او نن د افغانستان ټول بندرونه خلاص دي او افغانستان د اقتصاد او ترانزيټ په مرکز بدل شوی دی.

ښاغل متقي همداراز زیاته کړې، چې دا مهال افغانستان له مرکزي او جنوبي اسیا سره وصل شوی او هڅې روانې دي چې شمال او جنوب هم وصل شي

تړلي موضوعات