هیڅ وسله واله ډله افغانستان کې فعالیت نه لري
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د پاکستان لومړي وزیر څرګندونو ته په غبرګون ویلي، د افغانستان په تړاو د شهباز شریف څرګندونې غیرمسؤلانه دي.
ښاغلي فطرت د شهباز شریف څرګندونې په کلکه رد کړې او زیاته یې کړه، افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د مثبتو سیاستونو هرکلي کوي.
حمد الله فطرت رسنیو ته په استولي شوي کليپ کې ویلي، افغانستان هیچا ته ګواښ نه دی په خبره یې، اسلامي امارت په افغانستان کې بهرنیو ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.
ښاغلي فطرت زیاته کړې، هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان له خاورې نورو ته ګواښ پېښ کړي.
د پاکستان لومړ وزیر د ملګرو ملتونو ۷۹ یمې سرمشریزې ته په وینا کې یو ځل بیا ادعا کړې، چې د افغانستان په خاوره کې وسله والې ډلې حضور لري او له هغه ځایه د ګاونډیو هېوادنو پر وړاندې بریدونه کوي.