ا.ا ته په ملګرو ملتونو کې د څوکۍ نه سپارل د افغانانو په حق تېری دی
د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل ویلي، چې د ملګرو ملتونو له لوري اسلامي امارت ته د افغانستان د څوکۍ نه سپارل د افغانانو په حق کې د دې سازمان جفا او ښکاره تېری دی.
تکل ویلي، که ملګري ملتونه د افغانستان څوکۍ د اسلامي امارت له لوري ورته ورپېژندل شوي کس ته وسپاري، نو د اسلامي امارت استازی به په با مسؤلیته ډول هلته د افغانانو له حقونو دفاع وکړي.
نوموړي هيله ښودلې، چې د ملګرو ملتونو په دې ۷۹ یمه غونډه کې به د افغانستان د اوسنیو حقایقو په رڼا کې د افغانستان په تړاو مثبت نظریات وړاندې او مثبتې پریکړې وشي.
په ورته مهال له دې وړاندې په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د ملګرو ملتونو دې غونډې ته د اسلامي امارت د استازي نه وربللو ته غبرګون کې ویلي و، چې د دې سازمان دا پریکړه به یې له افغانستان سره د لا زیات واټن لامل وګرځي.
نوموړي په عین حال کې د ملګرو ملتونو پر ماموریت د نېوکې په ډول ویلي، دا کړنه د هغې تګلارې خلاف ده، چې یاد سازمان یې ادعا لري.