افغانستان لپاره ستره اقتصادي پروژه ټاپي پرانېستل شوه!

افغانستان لپاره ستره اقتصادي پروژه ټاپي پرانېستل شوه! بیارغونه او پراختیا

نن د افغانستان اقتصادي ډګر کې مهمه ورځ؛ د ټاپي پروژې تر څنګ د ټاپ، نوري فایبر، اوسپنې پټلۍ پروژې پرانېستل شوې او ورسره د ټاپي پروژې اړوند نورالجهاد سب سټېشن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

ټاپي پروژه چې له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته ګاز لېږدوي؛ اسلامي امارت ویاند د افغان ولس دېرش کلن ارمان بللی.

بلخوا د افغانستان رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند هم دا پروژه د افغانستان او ترکمنستان ښه نیت ښودنه بللې او همدارنګه دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړېکو پر پراختیا، د پراختیايي پروژو پر اهمیت او سیمه ییزو پروژو پر سر خبرې اترې کړې دي.

یادې پروژې نن د افغانستان او ترکمنستان هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو په شتون کې د لوړه کچه مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شوې.

اقتصادي شنونکي او عام هېوادوال د دې پروژو پرانېستې ته بې ساري خوښ دي او دا د افغانستان ملي اقتصاد ودې لپاره مهم ګامونه ګڼي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان حریت نیوز ته تېره ورځ ویلي و، چې له ښکېلو هېوادونو سره پرېکړه شوې، چې افغانستان کې د دې نل لیکې د تېرېدو امنیت ټینګولو تر څنګ به په هېواد کې ټول کاريګر افغانان وي او ماشینري به هم د افغانستان کارول کېږي، چې دې سره به ټاپي کې زرګونو افغانانو ته د کار زمینه برابره شي.

ټاپي پیل لپاره په زرګونو شپې سبا شوې، خو اوس د افغانستان خاوره کې د دې په خیال بدلې شوې پروژې چارو پیل په حقیقت بدل شو او دا نل لیکه به له کلونو انتظار وروسته د افغانستان پر سینه مزل پیل کړي.

ټاپي د افغانستان لپاره ګڼې اقتصادي ګټې لري، چې د افغانستان لپاره تر ټولو ستره اقتصادي پروژه بلل کیږي ۱۸۴۰ کیلومټره اوږدوالی لري، چې له دې ډلې یې د ترکمنستان خاوره کې ۲۱۴کیلومټره رغول شوې او افغانستان کې یې چارې نن پیل شوې.

ټاپي نل لیکه په کلني ډول د ۳۳میلیارد متر مکعب ګاز د لېږد ظرفیت لري، چې له دې ډلې به یې ۵میلیارد مترمکعب افغانستان او پاتې نور به په مساويانه ډول د پاکستان او هند ترمنځ ووېشل شي.

د لس میلیارد ډالرو په ارزښت دغې پروژې څخه به افغانستان په کلني ډول ۴۵۰میلیونه ډالر د ټرانزېټ فیس په توګه ترلاسه کړي او همدارنګه به زرګونو افغانانو ته به د کار زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت را وروسته افغانستان د سیمه ییزو اقتصادي فرصتونو پر مرکز بدل شوی او ورځ تر بلې په کې لویې سیمه ییزې پروژې پرانېستل کېږي، چې اقتصادي شنونکي دا د افغانستان د ښې سبا زېري ګڼي.
#حریت_راډيو
نوي ټلیګرام لېنک: https://t.me/hurriyatPa

تړلي موضوعات