میدان وردګو او لوګر کې له ۴۰ زیاتې پروژې پلي شوې

میدان وردګو او لوګر کې له ۴۰ زیاتې پروژې پلي شوې بیارغونه او پراختیا
انځور ارشیف

د میدان وردګو ولایت پوهنې ریاست وایي، د روان ۱۴۰۳ کال پر مهال په دغه ولایت کې د ۶۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د پوهنې په برخه کې ۴۲ پروژې پلې شوې دي.

 

د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د ۲۲ بابه ښوونځیو او مدرسو بیارغونه شامله ده، چې د پوهنې وزارت په بودیجې پلي شوې دغه راز ۱۲ اساسي او ۷ د واش پروژې د يونيسف مرستندويه مؤسسې په مالي مرسته تطبیق شوې.

 

په همدې تړاو د میدان وردګو د اطلاعات او کلتور ریاست په خبر پاڼه کې راغلي، چې یادې پروژې د مرکز ميدان ښار په ګډون د دې ولایت په ټولو ولسواليو کې پلي شوې دي.

 

په ورته مهال د لوګر ولایت د پوهنې ریاست هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې ولایت په ازره ولسوالۍ کې د دوه بابه ښوونځیو د بیا رغونې پروژې د یو همکار بنسټ په مالي همکارۍ د ۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې.

 

د ا.ا امارت په راتګ سره د پوهنې برخې ته په پاملرنې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې د ښوونځیو بیارغونې ته پوره پاملرنه شوې او دغه راز په سلګونو نور نوي ښوونځي هم جوړ شوي دي.

تړلي موضوعات