غزني کې د سردې بند د ساتنې او څارنې پروژې چارې بشپړې شوې
د اوبو او انرژۍ وزارت نن سه شنبې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، غزني ولایت کې د نږدې ۱۳ نیم میلیونه افغانیو په لګښت د سردې بند د ساتنې او څارنې پروژې چارې بشپړې شوې.
سرچینې زیاته کړې، دغه پروژه کې د ۷۲۳ متره په اوږدوالي او ۶ متره په پلنوالي د یو سړک د جوړولو او د بند ساتونکو لپاره یوه ودانۍ شامله ده.
خبر پاڼه کې راغلي، د دې پروژې لګښت د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري تمویل شوی چې چارې یې د شپږو میاشتو په اوږدو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.