د هرات پاشدان بند جوړېدو چارې ۸۰ سلنه بشپړې شوې!
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د پاشدان بند پاتې چارې به نږدې وختونو کې بشپړې شي.
یاد وزرات نن شنبې د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، د پاشدان بند پروژه يې په لومړیتوبونو کې ده چې لګښت يې د اسلامي امارت له بودیجې ورکول کیږي.
د پاشدان بند د چارو له بشپړېدو سره به ۵۴ میلیون متره مکعب اوبه زېرمه شي او د دوه میګاواټه د برېښنا د تولید سربېره به ۱۳ زره جریبه ځمکه خړوب کړي.