حماس په اسرائیلو کې د استشهادي عملياتو د پيـل خبر ورکړی
د حمـ. اس جهادي غورځنګ پوځي څانګې القسـ.ام د اسرائیلو صهيونستي رژيم ته د استشهـ. ادي بريدونو د پيل ګواښ کړی.
القسام ډلې بالفعل د فلسطين د مقاومت د يو بلې څانګې سرايا القدس سره په ګډه پرون په تل ابيب ښار کې د ترسره شوي فدايي بريد مسؤليت په غاړه اخيستی.
ياد بريد چې پرون یکشنبه د اسرائيلي اشغالګر رژيم په پلازمېنې تل ابيب ښار ( اشغال شوي فلسطین) کې ترسره شو څو تنو اسرائيلو وګړو ته يې مرګ ژوبله واړوله او ترڅنګ يې په اسرائيلو کې بېړنی حالت اعلان شو.
دا په غزه کې د روان ناورين له پيل راهيسې لومړی اسـ.تشهادي بريد دی چې په اسرائيلو کې ترسره کېږي.
د القسام ډلې او په ټوله کې حماس جهادي غورځنګ اسرائيلو ته ګواښ کړی، که چېرته يې روان وحشتونه او هدفي وژنې دوام ولري نو دوی به په اشغال شويو سيمو کې خپلو استشهـ. ادي بريدونو ته دوام ورکړي.
د نظامي او سیاسي چارو شنونکي وايي، چې په روانو شرايطو کې د فلسطين دجهـ. ادي ډلو دا ډول عمليات په ډاګه کوي چې مقاومت ډلې د جګړې د نورو تکتيکونو د کارولو وړتيا لري، چې اسرائیل اشغالګر به لا له زوال او ماتې سره مخ کړي.