د خاورې او هېواد د بایللو په شرط اوربند نه منم
د حماس سیاسي دفتر مشر یحیی سنوار غزه کې د جګړې د پای او اوربند لپاره د امریکا هغه وړاندیز رد کړی، چې د اوربند لپاره یې ورته کړی و.
الجزیرې تلوېزیون خبر ورکړی، چې حماس د اوربند لپاره د امریکا هغه وړاندیز په کلکه رد کړی، چې د فلسطین خاوره په کې بایلل کیږي.
حماس په خپله ویبپاڼه ویلي، غزه کې د اوربند لپاره د اشغالګرو اسرائیلو شرطونو ته ځای ورکړل شوی، خو د حماس شرطونه له پامه غورځول شوي.
د حماس په بیانیه کې راغلي، اوربند هغه وخت ممکن دی، چې اشغالګر اسرائیل د غزې له خاورې په بشپړه توګه ووځي.
بیانیه کې زیاته شوې، حماس پر خپلو اصولو ولاړ دی او د خپلې خاورې د ساتنې لپاره کلک دریځ لري.
دا په داسې حال کې ده، چې امریکایي چارواکو د حماس او اسرائیلو ترمنځ د اوربند لارو چارو موندلو لپاره قطر کې دواړه خواوې د خبرو مېز ته کېنولې.