امريکايان د خپل هېواد په بهرني سياست په نيوکه کې د بيان له ازادۍ محروم دي

امريکايان د خپل هېواد په بهرني سياست په نيوکه کې د بيان له ازادۍ محروم دي نړۍ
انځور ډیزاین حریت راډیو

د امريکا د دفاع وزارت يوې پخوانۍ شنونکې «کارين کوياتکووسکي» څرګنده کړې ده چې امريکايان د خپل هېواد پر بهرني سياست په نيوکو کې د بيان له ازادۍ محروم دي. دا په داسې حال کې ده چې امريکايي حکومت د خپلو ګټو لپاره په نورو هېوادونو تور پورې کوي چې خپلو وګړو ته بېلا بېل حقوق نه ورکوي.

هغې دا خبرې په وروستيو کې د امريکايي حکومت له لوري په ځينو روسي رسنيو له بنديزونو لګولو وروسته کړې دي.

کوياتکووسکي زياته کړې ده چې «امريکا داسې خبرونه او رسنيز پوښښ رامنځته کوي، چې په بشپړ ډول د دوی له اند سره برابر وي، هغه دا چې د دوی د مقابل لوري په ضد وي».

نوموړې خبرداری ورکړی چې «امريکايانو په امريکايي بهرني سياست په نيوکو کې د بيان ازادي په بشپړ ډول له لاسه ورکړې ده».

د پنتاګون د دې پخوانۍ شنونکې په وينا: «موږ اجازه نه لرو چې په ازاد ډول د امريکا د بهرني سياست په اړه وغږېږو، دا د هغو لاريونونو له ځپلو معلومېږي چې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د غزې د ملاتړ په پار وشوې، څو دغه نسل وژنې پای ته ورسېږي. موږ په دې هېواد کې نه شو کولی چې د امريکا په نوي احتياطي بهرني سياست نيوکې وکړو، دا يو منل شوی حقيقت دی، موږ په دې برخه کې د بيان ازادي بېخي نه لرو».

په ټولنيزو شبکو خپرې شوې وېډيوګانې ښيي چې امريکايي پوليس څه ډول هغه لاريون کوونکي وهي او ټکوي چې غزه کې يې د اسراييلو له لوري د نسل وژنې په ضد لاريونونه پيل کړي وو. راپورونو وښوده چې امريکايي دولت ډېری دغه کسان زنداني کړل او د بيان د ازادۍ د شعار خلاف يې د خپل سياست په مخ کې دغه خنډ له منځه لرې کړ.

څه موده مخکې فرانسې هم د ټېلېګرام بنسټګر په بېلا بېلو تورونو تورن او وروسته په موقتي توګه زنداني کړ. رسنيو هغه مهال د امريکايي استخباراتو د يوه پخواني شنونکي لاري جونسون له خولې وليکل چې د هغه بندي کېدا يوازې له دې امله ده چې ټېلېګرام کې يې په غربي سياست نيوکو ته مخه ورکړې ده. زندان نه له راخوشې کېدو وروسته نوموړي وويل چې ټېلېګرام کې به نوي محدوديتونه رامنځته کړي. د ټويټر مالک ايلون ماسک د هغه په بندي کېدا په مسخره توګه ويلي وو چې نږدې ده چې اروپا کې به خلک په «لايک» ورکولو هم اعدامېږي.

تړلي موضوعات