راتلونکې اونۍ به غزه کې د جګړې پای ته رسېدو هوکړه لیک لاسلیک شي

راتلونکې اونۍ به غزه کې د جګړې پای ته رسېدو هوکړه لیک لاسلیک شي نړۍ
غزه کې د جګړې له کبله رامنځته شوې ورانۍ

اسوشېټیډ پرس خبري اژانس د امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې راتلونکې اونۍ به قاهره کې د غزې د جګړې د پای ته رسېدو په موخه د جګړې د ښکېلو غاړو ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شي.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اسوشېټیډ پرس ته ویلي، د دواړو لوریو ترمنځ خبرې اترې ګټورې وې.

د قطر په دوحه کې د امریکا په منځګړیتوب غزه کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه خبرې پیل شوې، چې پای ته ورسېدې.

دغه چارواکي ویلي، دا تړون به د حماس او اشغالګر اسرائیلو ترمنځ خنډونه له منځه یوسي.

یاد چارواکي قاهره کې د یوه نوي اجرایي ټیم له رامنځته کولو هم خبر ورکړی، چې د لوجستیک، بشري مرستو د برابرلو او د تړون د شرایطو د پوره لوکولو په برخه کې به کار کوي.

حماس او اسرائیل وروسته له هغې د جګړې د پای ته رسېدو تړون ته نږدې شول، چې د حماس ډلې د سیاسي دفتر مشر یحی سنوار د جګړې د پای لپاره له غزې د اسرائیلي ځواکونو وتل د شرط په ډول یاد کړل او اسرائیلو هم د عملیاتو د پای اعلان وکړ.

تړلي موضوعات