د غزې ۳۱۵ ورځنۍ جګړه، تر ۱۰ زرو زیات اسرائیلي پوځیان ټپیان شوي دي

د غزې ۳۱۵ ورځنۍ جګړه، تر ۱۰ زرو زیات اسرائیلي پوځیان ټپیان شوي دي نړۍ
غزه کې د اشغالګر پوځ ټپي شوي سرتېري

الجزیرې تلوېزیون په خپل راپور کې ویلي، غزه کې د ۳۱۵ ورځو جګړه کې د اشغالګرو اسرائیلو تر ۱۰ زرو زیات پوځيان ټپیان شوي، چې په پوځ کې د ټپي شویو پوځیانو ۳۷ سلنه یې د سر او پښو ټپونه لري.

د الجزیرې د راپور له مخې په ټپیانو کې ۶۸سلنه یې د احتیاطي سرتېرو په لیکو کې دي.

دغه راز هره میاشت تر زرو زیات ټپي پوځیان روغتون ته د درملنې لپاره انتقالېږي.

د راپور له مخې غزه کې د اکټوبر له اوومې را وروسته د اشغالګر پوځ کې ۳۵ سلنه پوځیان په رواني ناروغي اخته شوي دي.

الجزیره داسې مهال دغه ارقام خپروي، چې د اسرائیلو پوځ بیا د غزې جګړه کې د خپلو پوځیانو مرګ ژوبله تر هغې څو برابره کمه ښيي چې رسنۍ او ځیني سرچینې یې راپور ورکوي.

تړلي موضوعات