اسرائیلي اشغالګرو غزه کې په ټولیزه توګه د پوځي عملیاتو د پای اعلان وکړ

اسرائیلي اشغالګرو غزه کې په ټولیزه توګه د پوځي عملیاتو د پای اعلان وکړ نړۍ
غزه کې د اشغالګر رژیم له لوري د جګړې د پای اعلان شوی

د ایران تسنیم خبري اژانس د اسرائيلي رسنیو د راپور له مخې لیکلي، د اسرائیلو راډيو او ټلوېزیون ادارې نن شنبه سهار مهال ادعا وکړه چې غزه کې د اسرائیلي پوځي عملیات پای ته رسېدلي دي.

اسرائیلي رژیم هڅه کوي، څو د خپلو یرغمل شویو اسرائیلو ژغورلو ته فرصت برابر کړي.

په ورته وخت کې د اسرائیلو راډیو ټلوېزیون دا خبر هم ور کړی که د یرغمل شویو اسرائیلو په اړه مالومات تر لاسه شي نو اسرائیل ممکن غزې ته یو ځل بیا ننوځي. 

د حماس د سياسي دفتر مشر «يحيی السنوار» بیا وړاندې تر دې عرب منځګړو ته په استولي يوه پيغام کې ويلي وو، «که اسرائيل د خبرو اترو په اړه جدي وي او د حماس ګډون غواړي، نو غزه کې دې نظامي عمليات ودروي».

تېره شپه قطر چې د غزې مذاکراتو کوربتوب کوي اعلان کړی، دوحه کې د غزې په تړاو مذاکرات پای ته رسېدلي دي.

له بل لوري امریکا چې په دغو مذاکراتو کې د منځګړي رول لري ویلي، د خبرو اترو دا بهیر ګټور او مثبت و.

د امریکا ولسمشر بیا ویلي، راتلونکې اونۍ به دوی په قاهره کې د دویم پړاو مذاکراتو په مهال د یو شمیر هغو مسایلو په تړاو وړاندیزونه مخ ته کړي چې تر اوسه ورته حل نه دی موندل شوی.

تړلي موضوعات