ټرمپ له نتنیاهو ژر تر ژره غزه کې د جګړې بندېدو غوښتنه کړې

ټرمپ له نتنیاهو ژر تر ژره غزه کې د جګړې بندېدو غوښتنه کړې نړۍ
غزه کې د جګړې له کبله رامنځته شوې ورانۍ

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ ویلي، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره یې په خپله وروستۍ لیدنه کې ورته ویلي، چې غزه کې جګړه په چټکۍ سره پای ته ورسوي.

د رویټرز د خبر له مخې ټرمپ تېره ورځ په یوې خبرې ناسته کې ویلي، هغه او نتنیاهو پوهیږي چې وکړي، نوموړي زیاته کړې، نتنیاهو یې هڅولی چې دغې مسلې ته په تېزۍ سره د پای ټکی کیږدي.

ټرمپ په داسې مهال دا څرګندونې کړې، چې غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو بریدونو کې د شهیدانو شمېر تر ۴۰زرو واوښت.

تړلي موضوعات