عراق کې د امریکایي پوځيانو پر اډه برید شوی، پنځه تنه ټپیان شوي

عراق کې د امریکایي پوځيانو پر اډه برید شوی، پنځه تنه ټپیان شوي نړۍ
عراق کې د امریکایي پوځیان اډه

رويټرز خبرې اژانس خبر ورکړی دا راکټي برید د عراق لویدیځ کې د امریکایي ځواکونو په العین اډه شوی او پنځه امریکايي سرتیري یې ټپیان کړي دي.

رویټرز ویلي، امریکايي ځواکونو همداراز اډې ته نږدې اته نور راکټونه هم شنډ کړي دي.

سرچېنې لیکلي، له دې برید وروسته په سوریه کې د امریکايي ځواکونو التنف اډه کې هم تیارسۍ حالت اعلان شوی او د امریکا جنګي الوتکو فضايي څار پیل کړی دی.

دغه بریدونه وروسته له هغې کیږي چې تهران کې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه تر شهادت وروسته منځني ختیځ کې کړکېچونه زیات شوي او جي اوه ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو په دغو کړکېچونو اندېښنه ښودلې.

تړلي موضوعات