غزې روانه جګړه کې ۱۰ زره اسرائیلي اشغالګرو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزې روانه جګړه کې ۱۰ زره اسرائیلي اشغالګرو ته مرګ ژوبله اوښتې نړۍ
د غزې روان جګړه د اشغالګر پوځ تلفات تر هغه څو ځله زیات کې دي چې دوی یې تائیدوي

اسرائيلي يديعوت احرنوت ورځپاڼې خبر ورکړی، چې په غزه کې د اسرائيلي عسکرو د تلفاتو شمېر په بې ساري ډول زيات شوی.

ياده ورځپاڼه وايي، چې په روانه جګړه کې تر لس زور پورې اسرائيلي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا ورځپاڼه زياتوي چې هره مياشت تر ۱۰۰۰ پورې اسرائيلي عسکر د دفاع وزارت رواني صحي مراکزو ته د درملنې په پار مراجعه کوي.

بلخوا اسرائيلي اشغالګر پوځ په ياده جګړه کې تر دمګړۍ د خپلو يوازې ۶۸۹ عسکرو د وژل کېدو او ۴۲۵۲ تنو د ژوبل کېدو پخلی کړی چې ياد ارقام له حقيقي شمېرو سره په ټکر کې دي.

اسرائيلي ازادې رسنۍ ادعا کوي چې د پوځ لخوا خپاره شوي ارقام د جګړې د تلفاتو د کم ښودلو هڅه ده او له دې لارې غواړي د وحشي اسرائيلي پوځ روحيات وساتي کوم چې له جګړې ستړی دی.

د مرګ ژوبلې تر څنګ اسرائیلي ازادې رسنۍ وايي، چې زرګونه نور اسرائیلي پوځیان چې له جګړې را ګرځېدلي په رواني ناروغیو اخته شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په روانه جګړه کې زرګونه اسرائيلي ټانګونه، شوبلې او موټرې هم له منځه تللې او يو شمېر اسرائيلي ډرون الوتکې د فلسطين جهادي ډلو نيولې دي.

تړلي موضوعات