د لبنان حزب الله پر اسرائیلو لسګونه توغندي ویشتلي
عربي رسنیو خبر ورکړی، چې د لبنان حزب الله د اسرائیلو ( اشغالي فلسطین) شمال کې ۵۰ بېلا بېل اهداف په نښه کړي دي.
حزب الله ډلې ویلي، په دې توغندیز بریدونو کې یې څو اسرائیل ټپیان کړي دي.
په ورته مهال ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازولۍ ویاند ویلي، د لبنان حزب الله د خپل مخکښ قومندان فواد شکر د ترور له کبله په اشغالي فلسطین کې یو شمېر ملکي او نظامي اهداف په نښه کړي دي.
دغه کړکېچ وروسته له هغې مخ په زیاتېدو شو، چې تېره اونۍ د صهیونیستي رژيم بې پیلوټه الوتکې بیروت کې د حزب الله مهم قومندان فواد شکر په نښه کړ.