«د يوويشتمې پېړۍ ستر جنايت»؛ غربي نړۍ د جنس بدلونې له لعنته کړېږي

«د يوويشتمې پېړۍ ستر جنايت»؛ غربي نړۍ د جنس بدلونې له لعنته کړېږي نړۍ
غربي نړۍ

د جنس بدلونې هغه مسووليت څوک په غاړه اخلي، چې کوچنيان يې قرباني کېږي؟ ايلن ماسک وروسته له هغې د خپل احساس په اړه څه وايي چې زوی يې له جنس بدلونې وروسته له لاسه ورکړ؟ لويس ميلر – فاکس نيوز


د جنس بدلونې نظريې قربانيان ډېر دي او لکه تېره دوشنبه چې ايلن ماسک له ډاکټر جورډن پيټرسون سره مرکه کې وويل؛ کوم ضرر چې له دې امله کوچنيانو ته ورپېښ دی، له هغو ماشومانو ورتېر دی چې په زوره دا قناعت ورکړ شوی دی، چې دوی «غلط» پيدا شوي دي او دوی بيا خپل بدنونه خرابوي او د همېشنۍ شنډتيا ګواښ مني.


لکه ماسک چې يې بولي؛ «د بيدار عقل وايروس» د جانبي عوارضو له کبله د کورنۍ په بېلا بېلو افراد وېروونکی اغېز شيندي. دغه اغېز هغو مېرمنو ته هم غځېږي چې د جنس بدلونې له امله خپل مېړونه له لاسه ورکوي، هغو کوچنيانو ته هم چې له خپلو پلرونو محرومېږي او هغو پلرونو ته هم چې خپل زامن يا لوڼې بايلي او دوی ټول له خپل اصلي پيدايښته جلا په يوه بشپړ بدل هويت راګرځي.


ماسک د خپل زوی «زاويير» له لوري د جنس بدلونې په هڅه د خپګان ښودو پر مهال وويل: «ما خپل زوی له لاسه ورکړ، خلک دغو جنس بدلوونکو ته له يوې وجهې «مړي» وايي، دا ځکه چې په دې کې ستا زوی مړ کېږي، زما زوی زاويير اوس زما په اند مړ دی؛ هغه د ويښ عقل په وايروس وژل شوی دی».


ماسک له دې وېرې خپل زوی ته د بلوغ ايساروونکو درملو په ورکړه قانع و چې که ور يې نه کړي نو ښايي د ځانوژنې ګواښ يې ډېر شي، دغو درملو ته هغو خلکو ترويج کاوه چې په ټولنيز حالت نظريې ټينګار کوونکي وو، خو دا درمل اوس له منځه وړل شوي دي. ماسک درملنې ته د خپل زوی تسليمولو د هوکړې پر مهال په دې اړوند وويل: «هيچا ما ته دا روښانه نه کړه چې دا درمل اصلا د شنډتيا لپاره دي»، هغه د «د جنس يقيني پاملرنه» اصطلاح يو «وېروونکی مخفف تعبير» وباله.


په داسې يوه فرهنګ کې چې د ذاتي هويت معلومول په دې ورځو کې په يوه عقیده بدل شوي دي؛ خپلو بدنونو کې د بدلونونو راوستو برخه کې کوچنيانو ته د بالغانو هومره ازادي ورکړل شوې ده، په ورته وخت کې د ميندو او پلرونو له اندېښنو سره داسې چلن کېږي چې دا خامې او شيطاني دي.


ان په هغو هېوادونو کې چې زهرجن «بلوغ ايساروونکي» درمل په کې اوسمهال منعه دي –لکه انګلستان او سکاټلينډ-؛ د «جنس اړونې علاج» په نامه د قوانينو رامنځته کېدو څرکونه لګي، هغه قوانين چې هغه ميندې او پلرونه مجرمان بولي کوم چې د خپلو بچيانو د «ټولنيز اوښتون(جنس بدلولو)» مخه نيسي، يا په بل عبارت هغو چې خپل ۱۱ کلن زوی د لوړو پوندو سينډلو پښو کولو او لب شيرين وهلو سره ښوونځي ته له تلو ايساروي.


په ورته وخت کې د کالفورنيا والي جافين نيوسوم تېره اوونۍ هغه نوی قانون هم لاسليک کړ، چې ښوونځي يې له دې ايسار کړي، چې له ښوونکو وغواړي چې د بچيانو «جنسي ميلان، يا جنسي هويت او جنسي تعبير» د هغوی سرپرستانو ته څرګند کړي.


ماسک له دې وړاندې په هغه ښوونځي ملامتي اچوله چې زوی يې زاويير هلته ورتلو او دا فکره يې په سر کې ورته کښېنولې وه چې ته په ناسم بدن کې يې پيدا شوی يې، يعنې د هلک په ځای بايد جينۍ وی. د دې ښوونځيو ښوونکي په دې دليل چې کوچنيان ډاډ او ټينګار ته اړتيا لري؛ هغوی هغه لور ته ورسيخوي چې له بدني اذيت سره مخ کېږي. پلرونه په دې دليل د بچيانو دا وېره نه شي کمولی او لارښوونه ورته نه شي کولی؛ چې هغوی متعصب او وروسته پاتې دي.


خو يوازې له دې امله د خپلو جسدونو خرابولو ته د کوچنيانو هڅول، چې هغوی «خپله همغوی اوسي»؛ بې له شکه د يوويشتمې پېړۍ تر ټولو ستر جنايت دی.


ماسک د کالفورنيا په نوي قانون ساده تبصره وکړه خو د دې پايلې يې ناوړه وبللې: «ستا کوچنيان به د کالفورنيا چارواکي درځينې اخلي»، ايا دا وېروونکې ده؟


موږ ته په کار ده چې د سويس اوسني حالت ته وګورو، «د نړۍ د جنس بدلوونکو پلازمېنه»، څو د دغو سياستونو پايلې درک کړو چې پلاران يې د خپلو کوچنيانو په ضد درولي دي.


د سويس په ژنيوا کې د يوه پلار او مور يوه نوې پېغله لور وروسته له هغه د محکمې په امر له دوی جلا کړی شوه، چې دوی دواړو يې د جنس په بدلولو اعتراض وکړ. دې مور او پلار له دې وېرې خپلې لور ته د «بلوغ ايساروونکو» درملو د ورکړې ممانعت وکړ، چې ښايي هغه بېړنۍ او نه ماتېدونکې پرېکړې وکړي. هغوی دغه راز په ښکاره توګه د ښوونځي د هغو هڅو مخالفت وکړ، چې «له جنسي پلوه د هغې د اړولو» لپاره يې کوي.


دې مور او پلار په دې پار د خپلې لور ملاتړ غوښت، چې هغه د مينې او په خپل بدن د باور احساس وکړي، خو په څرګند ډول د مور او پلار د حقوقو په ماتولو ښوونځي هغه يوه ماشومه وبلله او له ځايي چارواکو سره يې مرسته وکړه چې هغه له خپلې کورنۍ وشکوي.


دغه مور او پلار اوس د خپلې لور د روغتيايي پاملرنې او خونديتابه په پار په قانوني توګه خپله دعوه په مخ وړي او د خپلې هغې لور د ساتنې اړوند د يوه مور او پلار په حيث د خپلو اساسي حقونو غوښتنه کوي؛ چې د ۲۰۲۳ کال د اپريل راهيسې په دولتي پناه ځای کې ده او د خطرناکو طبي مداخلو منلو ته هڅول کېږي.


له هر څه وروسته د «کاس» تلاش دا روښانه کړه چې جنس بدلول اصلا يوه «طبيعي کړنه» نه ده او ډېری دغه کوچنيان د نورو له لوري دې ته هڅول کېږي.


د دولت له لوري د پاشل شوې دې کورنۍ غميزې په ټويټر لوی شور جوړ کړ او که داسی يو کار په سويس کې کېدی شي، نو په بل هر ځای کې هم پېښېدی شي. دا په مناسب وخت د «جنس اړونې» د قوانينو د رامنځته کېدو په ضد يو د خطر زنګ دی.


بچيانو ته د پاملرنې اصلي مسوولين ميندې او پلرونه دي؛ ښوونځي او دولتونه نه. دا جلکۍ په داسې حال کې چې خپل مور او پلار ته سخته اړ وه، د سويس چارواکو هغه د خپلې کورنۍ له مينې وشکوله.


هره ايډيالوژي چې د مور او پلار په ناخبرۍ کې په پټه چلېږي؛ بايد د خطر په سترګه ورته وکتل شي. ياده قضيه دا څرګندوي چې که د جنس بدلونې په څېر ايډيالوژيو د ترويج لپاره لاس په کار او پياوړي لوري يوځای شي؛ نو څنګه ان ډېر بيدار ميندې او پلرونه هم له صحنې ويستل کېدی شي.


له ايلن ماسک نه، د «بشر حقوقو د پلازمېنې» ژنيوا تر پلرونو او تر ټولو هغو چې په وېره د متحده ايالاتو راتلونکې څاري، د جنس اړونې ايډيالوژي بې شمېره قربانيان ګواښي او په داسې حال کې چې د «بلوغ ايساروونکو» هغو درملو په ضد غږ پورته کېږي، چې په انګلستان، فنلينډ، ډنمارک، ناروې او نورو ځايونو کې پرې بنديز لګېدلی، په کار ده چې موږ د هغو سياستونو له مخالفته لاس وانخلو، کوم چې د مهربانو پلرونو او د هغوی د ګرانو بچيانو ترمنځ درېږي.


او پای دا چې زموږ د کوچنيانو او د هغوی د کورنيو راتلونکې له ګواښ سره مخ ده.

تړلي موضوعات