امریکا منځني ختیځ ته نورې جنګي الوتکې او بېړۍ استوي

امریکا منځني ختیځ ته نورې جنګي الوتکې او بېړۍ استوي نړۍ
د امریکا جنګي بیړۍ او الوتکي

رویټرز خبري اژانس د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پوځ به په منځني ختیځ کې نور جنګي الوتکې او جنګي بېړۍ ځای پر ځای کړي.

پنټاګون یا د امریکا د دفاع وزارت پرون اعلان کړی، چې دا اقدام یې د ایران، حماس او د لبنان د حزب الله د ګواښونو د مخنیوي او همداراز له اسرائیلو د امریکا د ملاتړ د زیاتولو له امله کړی دی.

د اسرائیلو پر خاوره د بریدونو په اړه داسې اندېښنې په داسې مهال دي، چې د چهارشنبې په ورځ د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه په تهران کې په یوه برید کې شهید کړل شو او د ایران مشر پر اسرائیلو د مستقیم برید امر ورکړ.

تړلي موضوعات