په عقرب میاشت کې یې نږدې ۷زره ټانکر بې کیفیته نفتي توکي مسترد کړي

په عقرب میاشت کې یې نږدې ۷زره ټانکر بې کیفیته نفتي توکي مسترد کړي سوداګرۍ او اقتصاد
په عقرب میاشت کې یې نږدې ۷زره ټانکر بې کیفیته نفتي توکي مسترد کړي

د سټنډرډ ملي اداره وایې، چې د روان کال په عقرب میاشت کې یې د هېواد په بېلابېلو بندرونو کې پر غیرمعیاري نفتي توکو بار نږدې ۷ زره ټانکرونه بیرته ګرځولي دي.

د سټنډرډ ملي ادارې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دې ادارې د هېواد په بېلابېلو بندرونو کې په تیرې عقرب میاشت کې ۶زره ۷۸۳ ټانکره بې کیفیته نفتي توکي له چک او معاینې وروسته له معیار سره د نه برابرېدو له کبله بیرته اړوند هېواد ته مسترد کړي دي.

د سټنډرډ ادارې زیاته کړې، چې په ټول توان هڅه کوي د هېوادوالو د روغتیا او خوندیتوب ترڅنګ د استعمالوونکو د ګټو د خوندیتوب لپاره د بې کیفیته نفتي او نورو خوارکي او غیر خوراکي توکو د واردیدو مخنیوی وکړي.

تړلي موضوعات