د غزې ۳۰۰ورځې جګړه؛ ۶۹ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي

د غزې ۳۰۰ورځې جګړه؛ ۶۹ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي نړۍ
غزه کې د صهیونیستانو بریدونو کې رامنځته شوې ویجاړۍ

د الجزیرې تلوېزیون غزه کې د رسنیو دفتر له قوله خبر ورکړی، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم له ۳۰۰ ورځو بریدونو وروسته دا تړانګه په یوه ویجاړه او له ناورین څخه په ډکې سیمې بدله شوې.

د الجزیزې د خبر له مخې دې جګړه کې د قربیانو ۶۹ سلنه یې ښځي او ماشومان جوړوي.

د خبر له مخې تېره ۳۰۰ ورځنۍ جګړه کې ۲۷زره ۲۹۴ تنه ښځې او ماشومان په شهادت رسېدلي، چې له دې ډلې یې ۱۶زره ۳۱۴ ماشومان او ۱۰ زره۹۸۰ تنه یې ښځې تشکیلوي.

دغه راز دغې ۳۰۰ورځنۍ جګړه کې له لوږې د ۳۵ماشومانو ژوند له لاسه ورکولو ترڅنګ ۷ډله ییز قبرونه هم موندل شوي، د لسګونو فلسطینیانو جسدونه تښتول شوي او د هغوی د وجود غړې ترې ویستل شوي.

د دې ترڅنګ دې موده کې د حقیتونو د پټولو لپاره خبریالان په قصدي توګه په نښه شوي دي.

تړلي موضوعات