یوه اونۍ او د غزې ۹ سلنه وګړو بې ځایه کېدل

یوه اونۍ او د غزې ۹ سلنه وګړو بې ځایه کېدل نړۍ
پر غزې د اشغالګر اسرائیلو د بریدونو له کبله بې ځایه شوي

د الجزیرې ټلوېزیون د ملګرو ملتونو سازمان د بشري همغږۍ چارو دفتر له قوله راپور ورکړی، چې تېره اونۍ د غزې د نفوس ۹سلنه وګړي له خپلو کورونو بې ځایه شوي او نور سیمو ته تللي دي.

یاد دفتر ویلي، دغه وګړي د اشغالګرو اسرائیلو د پرلپسې ګواښونو له کبله له خپلو کورنو وتلي دي.

د غزي دغه شمېر وګړي وروسته له هغې له خپلو سیمو وتلي، چې د اسرائیلو اشغالګر پوځ د خان یونس ښار اوسېدونکو ته د وتلو خبر ورکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې پر غزه د اشغالګرو اسرائیلو د بریدونو له پيل بیا تر دې دمه میلیونونه وګړي له خپلو کورنو بې ځایه شوي او دا مهال له سخت بشري ناورین سره مخ دي.

تړلي موضوعات