اسراييلي پوځي افسر: د حماس هندسي توانايي هيښوونکې ده او پرې پوهېدل ډېر کلونه غواړي

اسراييلي پوځي افسر: د حماس هندسي توانايي هيښوونکې ده او پرې پوهېدل ډېر کلونه غواړي نړۍ
ډیزاین شوی انځور| حریت

د اسراييلو ۱۲م چینل د یوه اسرايیلي پوځي افسر له خولې ویلي، چې د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) هراړخیز ماتول او د امنیتي واقعیت بیا رغونه دوامدارې او اوږدمهالې جګړې ته اړتیا لري. 

دغه اسراییلي افسر زیاته کړې ده چې حماس په دې پوهېږي چې د غزې تړانګه کې څه ډول د ځمکې لاندې خپل ځواکونه او لوژستيکي وسايل هر ځای ته ولېږدوي، هغه روښانه کړې ده چې حماس په دې توانېدلی دی چې د ځمکې لاندې پټ شي او په پرله‌پسې ډول په ناڅاپي توګه بريدونه وکړي.

دغې سرچينې وړاندې ويلي چې حماس د ځمکې لاندې تونلونو په برکت منظمه دفاعي جګړه په مخ يووړه او اسراييل له ۹ مياشتو جګړې وروسته هم د دې تونلونو بشپړه نقشه په لاس کې نه لري او نه په دې توانېدلي چې ولکه پرې ټينګه کړي.

د ياد پوځي افسر په وينا د حماس تونلونه د غڼې د جال په څېر دي؛ که يو يې پرې شي، په ځای يې نور تونلونه کار ورکوي او د دندې په ترسره کولو کې کوم خنډ نه ورپيدا کېږي.

هغه له ۱۲م چېنل سره په خبرو کې د حماس انجنيري هېښوونکې وبلله «د حماس هندسي توانايۍ موږ هيښ کړو، لکه د «لفټ» يا پورته ختو سيستم، د ځمکې او خاورې پوهه او د تونلونو تر منځ تړاو»، نوموړي زياته کړه: «موږ که د غزې د ټولو تونلونو په ويجاړولو بوختېږو؛ دا به څو نور کلونه هم وغواړي».

له دې وړاندې د اسراييلو اشغالګرو د ۱۲مې لوا مشر تورن هيفري الباز ويلي وو، چې د غزې تړانګې جنوب لور ته په رفح سيمه کې د حماس په پوځي توانايۍ پوهېدل به لږ تر لږه دوه نور کلونه وغواړي.

د دولسمې لوا ياد مشر زياته کړې وه چې د حماس د پوځي څانګې (کتائب القسام) د له منځه وړلو دنده اسانه نه ده او دا کار ډېر وخت او ستر نظامي فشار غواړي.

د يادونې وړ ده چې اسراييلي اشغالګر پوځ د غزې په روانه جګړه کې تر اوسه هم په دې نه دي توانېدلي چې دغو تونلونو ته لار پيدا کړي او يا يې په اړه لږ معلومات ترلاسه کړي، بلکې لکه رسنۍ چې راپور ورکوي هر ځل چې اسراييلي پوځيان دغو تونلونو ته ورنږدې شوي دي له مرګونو بريدونو سره مخ شوي دي.

بل پلو د حماس جنګيالي هر ځل په ډېر مهارت او چټک ډول له دې تونلونو راوتلي او له بريد وروسته بېرته له سترګو پناه شوي دي. اسراييلي پوځيانو له دې امله هغوی ډېری وختونه پېريان بللي دي. حماس تېره ورځ هم رسنيو ته وويل چې يوه ډله اسراييلي پوځيان يې يوه «وهمي تونل» ته وربرابر کړي دي او بيا يې د يوه بريد په ترڅ کې مرګ ژوبله وراړولې ده.

تړلي موضوعات