غزه کې د نسل وژنې دوام؛ تازه بریدونو کې ۷۰ تنه شهیدان شوي

غزه کې د نسل وژنې دوام؛ تازه بریدونو کې ۷۰ تنه شهیدان شوي نړۍ
غزه کې د اشغالګر اسرائیلو تازه بریدونه

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې پرغزې تړانګې د اشغالګرو اسرائیلو په تازه بریدونو کې ۷۰ تنه شهیدان او شاوخوا ۲۰۰ نور ټپيان شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت مسئولین وایي، د دغو بریدونو قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي په خبره یې، صهیونیستي رژیم د ملکي او نظامي وګړو ترمنځ توپیر نه واقع کېږي.

دغه بریدونه داسې مهال شوي چې تر دې وړاندې د اشغالګرو پوځ د خان یونس ښار د تخلیې خبر ورکړی و هغه سیمه چې ۴۰۰زره بې ځایه شوي په کې ژوند کوي.

د غزې روغتیا وزارت له لوري نشر شوې شمېرې ښيې، پر غزې د اسرائیلو بریدونو کې تر دې دمه ۳۹ زره ۶۰۰ تنه شهیدان او ۸۹ زره ۸۱۸ نور ټپیان شوي دي.

تړلي موضوعات