د روسانو توغندیز برید اوکرایين کې ۳۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د روسانو توغندیز برید اوکرایين کې ۳۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې نړۍ
پر اوکراین د روسيې برید

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، دې برید کې ۵۰ کسان وژل شوي او ۲۷۰ نور  ټپیان دي.

د اوکرايین په منځني ښار پولټوا دا برید په روان کال کې تر ټولو خونړی بلل شوی دی.

برید کې د اوکرایين یو نظامي مرکز او یو  هم روغتون په نښه شوی دی.

روسانو د اوکرایين پر ضد خپله دوه نیم کلنه جګړه کې اوسمهال بې پیلوټه او مزایلو بریدونو ته زور ور کړی دی.

تړلي موضوعات