حوثي ځواکونو په سور سمندر کې دوه بېړۍ په نښه کړې

حوثي ځواکونو په سور سمندر کې دوه بېړۍ په نښه کړې نړۍ
د حوثي ځواکونو له لوري په نښه شوې بېړۍ

د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي، د یمن حوثي ځواکونو له لوري په نښه شویو بېړیو کې یوه یې د سعودي عربستان او بله هغه د پاناما هېواد اړوند ده. 

دا تېل وړوونکې بېړۍ د بلاستیک توغندیو او بې پېلوټه الوتکې له لورې په نښه شوي دي. 

له سنټکام په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه بېړۍ، چې یوې یې د امجد په نوم د سعودي عربستان او دویمې یې د تالاب آبي یو په نوم د پاناما بیرغونه درلودل په نښه شوي دي. 

د رویټرز اژانس د خبر له مخې، د سعودي بیرغ لرونکې بېړۍ په یو وخت د دوه ملیون بیلرو تیلو د لیږد ظرفیت لري. 

د یادونې ده، چې د یمن حوثي ځواکونو د دغه بریدونو د مسؤولیت په منلو سره ټینګار کړی، چې دوی دا بریدونه د فلسطین له خلکو څخه د ملاتړ په موخه ترسره کړي دي.

تړلي موضوعات