تل ابیب کې کم سارې پراخې مظاهرې؛ د یرغملو خوشي کېدو لپاره اوربند غواړي!

تل ابیب کې کم سارې پراخې مظاهرې؛ د یرغملو خوشي کېدو لپاره اوربند غواړي! نړۍ
د نتنیاهو حکومت پر ضد راوتلي لاریون کونکي

په اسرائیلو ( اشغال شوي فلسطین) کې اسرائیلي وګړو د بنیامین نتانیاهو ادارې پر ضد پراخ لاریونونه روان کړي او له نتانیاهو غواړي، چې حماس جهادي غورځنګ سره اوربند وکړي او اوربند بدل کې خپل بندیان راخوشي کړي.

لسګونه زره اسرائیلي وګړي وروسته له هغې په مظاهرو لاس پورې کوي چې نور پر خپلو اشغالګرو پوځیانو بې باوره شوي او د دوی دا شعارونه دا په ډاګه کوي، چې نور نتانیاهو نه شي کولی د زور او جنګ له لارې خپل یرغمل شوي کسان خوشي کړي.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس خبر ورکړی، چې په غزه کې د یو امریکایي وګړي په ګډون د شپږو نورو یرغمل شویو وژل کېدو په غبرګون  لسګونه زره قهرجن اسرائیل تېره شپه د تل ابیب سړکونو ته راوتلي او د حماس جهادي غورځنګ سره د اوربند شعارونه ورکوي.

یاد اژانس ویلي، چې لاریون کوونکي غوښتنه کوي، چې حماس سره دې اوربند وشي، تر څو پاتې بندیان ژوندي او خوندي راستانه شي.

د یادونې وړ ده، چې غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو پراخو ځمکنیو او هوايي بریدونو، بې سارې وحشتونو او تاریخي جنایتونو کولو سربېره بیا هم اسرائیل اشغالګر پوځ نه دی توانېدلی چې د حماس مجاهدینو اصلي تونلونه کشف کړي یا ترې خپل یرغمل شوي کسان ازاد کړي.

تړلي موضوعات