هغه امریکايي ولسمشران او نوماندان چې په مرګونو بریدونو کې وژل شوي؛ ټپيان او یا یې د وژلو هڅه شنډه شوې ده.
د امریکا د تاریخ په اوږدو کې، د ولسمشرانو او د ولسمشرۍ د لویو ګوندونو نوماندانو په نښه کولو کې د وژنو او مرګونو هڅو ډېرې پېښې ثبت شوي، چې د پام وړ یې په دې ډول دي.
۱: ابراهیم لینکن (۱۸۶۵) لنکن د امریکا متحده ایالاتو ۱۶م ولسمشر و، لینکن واشنګټن کې د جان ویلکس بوت په نوم د یو کس له لوري په کال ۱۸۶۵ د اپرېل په ۱۴مه یوه ډرامه کې د ګډون په مهال په نښه شو.
۲: جیمز ګارفیلډ (۱۸۸۱) ګارفیلډ د امریکا شلم ولسمشر و، د چارلس ګېټو له لوري د اورګاډي په تمځای کې په نښه چې څو اوونۍ وروسته په روغتون کې مړ شو.
۳: ویلیم مک کینلي( ۱۹۰۱ ) مک کینلي ۲۵م ولسمشر و، کینلي د نیویارک په بفیلو کې د لیون ایف کوزولګوز لخوا په ډزو ووژل شو.
۴: فرانکلین ډي روزوېلټ( ۱۹۳۳) روزوېلټ د امریکا ۳۲م ولسمشر و، یو ځل یې په میامي کې د وژنې هڅه وشوه خو قسمت یې یاري وکړه، دویم ځل شېکاګو ښاروال انتون سیرمک سم په نښه کړ او ووژل شو.
۵: هیري ایس ټرومین( ۱۹۵۰) د روز وېلټ وروسته ۳۳م ولسمشر و، چې بلیر هاوس کې له برید سره مخ شو، دې برید کې د ولسمشر ټرومین په ګډون د سپېنې ماڼۍ یو پولیس او یو بریدګر ووژل شول.
۶: جان ایف کېنیډي( ۱۹۶۳) د امریکا ۳۵م ولسمشر و، چې د یو ناپېژانده کس له لوري په ډزو ووژل شو.
۷: جیرالډ فورډ( ۱۹۷۵) فورډ ۳۸م ولسمشر و، په څو اوونیو کې پرې دوه ځله بریدونه وشول، خو روزي یې نه وه تمامه.
۸: رونالډ رېګن( ۱۹۸۱) رېګن د امریکا ۴۰م ولسمشر و، په واشنګټن ډي سي کې د جان هینکلي جونیر له لوري په ډزو کې ټپي شو.
۹: جورج ډبلیو بوش( ۲۰۰۵) بوش د امریکا ۴۳م ولسمشر و، د جورجیا تبلیسي یوې غونډه کې پرې لاسي بم ګذار شو، خو روغ ترې ووت.
۱۰: تیو ډور روزوېلټ(۱۹۱۲) روز وېلټ په ملواکي کې د ولسمشرۍ په کمپاین بوخت و، چې له بریده په ټپي حالت کې ووت.
۱۱: رابرټ ایف کینیډي (۱۹۶۸) کینیډي، د ولسمشرۍ نوماند او د جان ایف کینیډي ورور و، په لاس انجلس کې د کلیفورنیا د ابتدايي بریالیتوب له وینا وروسته ووژل شو.
۱۲: جورج سی والیس (۱۹۷۲) والیس غوښتل د امریکا ولسمشر شي، مریلنډ ایالت کې د خپل کمپاین په مهال په نښه شو، مړ نه خو فلج شو.
۱۳: ډونالډ ټرمپ( ۲۰۲۴) ډونالډ ټرمپ چې د امریکا راتلونکو ټاکنو ته نوماند دی، د جولای میاشتې په ۱۳ مه نېټه پنسلوانیا کې د کمپاین پر مهال برید کې ټپي شو.
برید یو شل کلن ځوان وکړ او وروسته د ټرمپ ساتونکو په ځوابي ډزو کې ووژل شو، دې برید کې غونډې ته راغلی یو عام وګړی هم وژل شوی دی.
دا پېښې په متحده ایالاتو کې د سیاسي مشرتابه سره تړلي خطرونه او ننګونې په ګوته کوي.