د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کولو قانون په رسمي جریده کې خپور شو

 د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کولو قانون په رسمي جریده کې خپور شو افغانستان
د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کولو قانون په رسمي جریده کې خپور ش

عدلیې وزارت وايي، چې د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کولو او د اصنافو د مالیې کمولو په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین فرمان نافذ او په ۱۴۵۰ ګڼه رسمي جریده کې خپور شو.

 

د دغه وزارت ویاند قاري برکت الله رسولي په یو خپاره کړي ویډیوي کلیپ کې ویلي، چې صرافانو او د پولي خدمتونو د څانګې قانون، چې ۲ فصلونه او ۹ مادې لري، له مخې یې د لاسي پلورونکو په شمول ټول صرافان مکلف دي، چې د فعالیت جواز ترلاسه کړي، چې دا جواز به په هرو درېیو کلونو کې نوی کیږي.

رسولي زیاتوي، چې د دغه قانون موخه د بې جوازه صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د فعالیت تنظیم او قانوني کول، د اسعارو د قاچاق او اقتصادي نظام ته یې د خطرونو مخنیوی دی.

 

په خبره یې، چې د دې قانون په یوه برخه کې راغلي، چې د پیسو لاسي تبادله کوونکي نشي کولی چې د پیسو حواله وکړي او همدراز باید د پیسو تبادلې له ټاکل شوي اندازې څخه ډېر کار ونه کړي.

 

د دې قانون پر بنسټ، له جواز پرته د صرافیو او د پولي خدمتونو د شرکتونو فعالیت منع دی، چې دې برخه کې د ملکیتونو خاوندان مکلف دي، چې دوی ته د ځایونو له ورکولو ډډه وکړي.

 

د یادونې وړ ده، چې پر اصنافو د مالیې کمولو قانون هم د عدلیې وزارت په رسمي جریده خپور شوی دی.

 

تړلي موضوعات