ټاپي پروژې عملي چارو پیل ته د افغان او ترکمن چارواکو چمتووالی

ټاپي پروژې عملي چارو پیل ته د افغان او ترکمن چارواکو چمتووالی سوداګرۍ او اقتصاد
ټاپي پروژې عملي چارو پیل ته د افغان او ترکمن چارواکو چمتووالی

ټاپي پروژې عملي چارو پیل ته د افغان او ترکمن چارواکو چمتووالی

 د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف په مشرۍ د دواړو هېوادونو پلاوو تور غونډۍ بندر کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې او نور الجهاد سب سټېشن څخه تر کتنې وروسته ویلي، چې د افغانستان په خاوره کې به د ټاپي پروژې د نل لیکې کېندلو عملي چارې پیل شي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې کنته کې ښاغلي مردوف وویل، چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره باید دواړه لوري یوه جامع لار نقشه رامنځته او پلي کړي.

ترکمن وزیر زیاته کړې، هېواد یې غواړي چې له افغانستان سره ګډه سوداګري تر یو میلیارد ډالرو پورې لوړه کړي.

نوموړي په عشق اباد کې د افغان توکو نندارتون ته له چمتووالي هم خبر ورکړ.

همداراز په دې لیدنه کې مولوي امیر خان متقي ټینګار کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر شریکو موضوعاتو به په مختلفو کچو او برخو کې بحثونو او کار کولو ته ادامه ورکوي، ترڅو د دواړو هېوادونو لپاره له رامنځ ته شویو فرصتونو څخه اعظمي ګټه پورته شي

تړلي موضوعات