د ایران ولسمشرۍ ټاکنې؛ مسعود پزشکیان او سعید جلیلي مخکښ دي

د ایران ولسمشرۍ ټاکنې؛ مسعود پزشکیان او سعید جلیلي مخکښ دي سیمه
مسعود پزشکیان او سعید جلیلي

د ایراني رسنیو د راپور له مخې د رایې اچونې بهیر پای ته رسېدلی او د شمېرل شویو څه باندې ۱۲ میلیونه رایو څخه تر ټولو زیاتې مسعود پزشکیان او سعید جلیلی ګټلې دي.

اسنا خبري اژانس د راپور له مخې مسعود پزشکیان تر دې مهاله توانېدلی، چې له ۵ میلیونو څخه زیاتې رایې وګټي او د هغه تر ټولو سخت سیال سعید جلیلي هم له ۴،۸ میلیونو څخه د زیاتو رایو په ترلاسه کولو بریالی شوی دی.

دغه راز بیا محمد باقر قالیباف او مصطفی پور محمدي د ۱،۶ میلیونه او ۹۵ زره رایو په اخیستو د دې ټاکنو په دویم کتار کې موقعیت لري. 

د يادونې وړ ده، چې په ايران کې له وخت وړاندې د ولسمشرۍ دا ټاکنې  پرون د خلکو په کم ګډون سره پیل شوې وې، چې تر دې  مهاله یې په رسمي ډول وروستۍ پايلې نه دي اعلان شوې.

تړلي موضوعات