ټرمپ: اګـسټ ۳۰مه د امریکا پـه تاریخ کـې تر ټولو شرموونکې ورځ ده

ټرمپ: اګـسټ ۳۰مه د امریکا پـه تاریخ کـې تر ټولو شرموونکې ورځ ده نړۍ
ډونالډ ټرمپ او جوبایډن

د امریکا مخکېني ولسمشر او د ولسمشرۍ نوماند ډونالډ ټرمپ او د هغه د سیال جوبایډن تر منځ تلوېزیوني مناظره ترسره شوې ده.

ډونالډ ټرمپ جوبایډن ته ور یاده کړې، چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو ورځ اګسټ ۳۰ مه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې ورځ ده.

په دې مناظره کې دواړو لورو یو بل په بې صلاحیتۍ او ناتوانۍ تورن کړي دي.

په مناظره کې چې ۹۰ دقیقې یې دوام وکړ، ټرمپ په یوه برخه کې وویل چې د روسیې ولسمشر پوتین په افغانستان کې د بایډن د بې کفایتۍ په پام کې نیولو سره پر اوکرايین برید وکړ.

د دې مناظرې د پای ته رسېدو سره سي اېن اېن رسنۍ ټرمپ د ټولپوښتنې په پایله کې د مخامخ خبرو اترو ګټونکی اعلان کړ.
ویب سایټ لېنک: https://hurriyat.net

تړلي موضوعات