د روسیې او اوکرایين ترمنځ د زندانیانو تبادله وشوه
د روسيې دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د زندانیانو په تبادله کې له دواړو لوریو ۱۸۰ عسکر ازاد شوي دي.
د روسیې دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي، د مکسو او کیف ترمنځ د بندیانو تبادله د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب تر سره شوه.
د زندانیانو په دې تبادله کې ۹۰ روسي عسکر د ۹۰ اوکرایني عسکرو سره تبادله کې خوشي شول.
د یادوني وړ ده، چې د روسیې او اوکرايین ترمنځ مخکې له دې هم د زندانیانو تبادله شوې وه.