د اسماعیل هنیه د کورنۍ ۱۰ نور غړي د غزې شهیدانو سره یو ځای شول.

د اسماعیل هنیه د کورنۍ ۱۰ نور غړي د غزې شهیدانو سره یو ځای شول. نړۍ
د اشغالګرو رژیم د وحشتونو دوام

د اسراییلو اشغالګر رژیم هوايي ځواک،  تېره شپه د غزې په شمال کې د حماس سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه پر کور برید کړی، چې د هغه د خور په ګډون یې د کورنۍ ۱۰ غړي شهیدان شوي دي.

دا برید تېره شپه شمالي غزه کې د اسماعیل هنیه پر کور شوی دی.

اې ایف پي خبري اژانس خبر ورکړی، چې اسراییلي ځواکونو همداراز پر هغه ښوونځي هم برید کړی، چې د غزې اوسېدونکو پنا وروړې وه، دې برید کې ۱۶ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

  د غزې خان یونس ښارګوټي کې خوراکي موادو ته په تمه فلسطیني وګړو باندې هم بریدونه شوي، چې له امله یې ۸ کسان شهیدان دي.

په ټوله کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهېسې پر غزې ښار د اشغالګر رژیم په هوايي بریدونو کې ۲۸ کسان چې د حماس سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه خور او د هغه کورنۍ نور غړي په کې شامل دي، شهیدان شوي دي.

ددغو ۲۸ شهیدانو په ور زیاتېدو غزه کې د شهیدانو کاروان ۳۷ زره ۶۲۶ نه زیات او د ټپیانو شمیر بیا ۸۶ زره ۹۸ کسانو ته ورسید.

تړلي موضوعات