د فلسطین مجاهدینو مقاومت پایله؛ اسراییل د غزې جګړه کمه وي.

د فلسطین مجاهدینو مقاومت پایله؛ اسراییل د غزې جګړه کمه وي. نړۍ
د فلسطین مجاهدینو مقاومت پایله؛

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتن یاهو ویلي، غزه کې د حماس پر وړاندې شدیده جګړه ژر پای ته رسیدونکې ده.

نتنیاهو د اسراییلو ۱۴ ټلویزیوني شبکې سره مرکه کې ویلي، غزه کې د جګړې شدت زر پای ته رسیدونکی دی خو عسکر به یې غزه کې پاتې شي.

د اسراییلو لومړي وزیر ویلي، پر غزې د جګړې له شدت وروسته به دوی خپل پوځونه شمالي سرحد ته ولیږي.

اسراییل صهیونیست رژیم په شمال کې له لبنان سره پوله لري، له کومه ځایه، چې حزب الله جنګیالیو پر اسراییلي ځواکونو بریدونو ته زور ورکړی دی.

 

تړلي موضوعات