داغستان جمهوریت کې د یوه وسلوال برید له امله ۱۵ کسان مړه شوي

داغستان جمهوریت کې د یوه وسلوال برید له امله ۱۵ کسان مړه شوي نړۍ
د روسیې په داغستان کې د وسلوالو برید درانه تلفات اړولي دي

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د داغستان جمهوریت چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د وسلوالو کسانو په یوه برید کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.

 

برید د یاد جمهوریت پر دوو کلیساګانو او د پولیسو پر یوې پوستې شوی.

 

د روسیې د تروریزم ضد ملي کمېټې دغه برید تروریستي بللی او په داغستان کې یې درې ورځې ماتم اعلان کړی.

 

دا په داسې حال کې ده، چې د بریدګرو کره شمېر نه دی په ډاګه شوی، خو د دې هېواد پولیسو ویلي، چې په نښته کې یې پنځه بریدګر وژلي.

 

له بلې خوا بیا د داغستان دولتي رسنیو ویلي، چې په برید کې دواړو کلیساګانو اور اخیستی.

 

تړلي موضوعات