د سروبي دویم بند او جوزجان کې د ۳۰۰میګاواټه ګازي برېښنا پر تولید خبرې وشوې

د سروبي دویم بند او جوزجان کې د ۳۰۰میګاواټه ګازي برېښنا پر تولید  خبرې وشوې بیارغونه او پراختیا
د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصاد کمېسیون غونډه کې د سروبي دویم بند جوړېدو، جوزجان کې د ۳۰۰میګاواټه ګازي برېښنا د تولید، د کانونو او پټرولیم وزارت د رغنیزو موادو د جوړې شوې مسودې او یو شمېر نورو اقتصادي موضوعاتو پر سر خبرې شوي دي.

دې غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د سروبي دویم بند د جوړېدو په اړه له بېلابېلو شرکتونو سره تخنیکي بحثونه ترسره کړي.

همداراز یاد وزارت ته لارښوونه شوې، چې جوزجان کې د ۳۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا د تولید په اړه له کانونو وزارت سره په ګډه د طرحې له وړاندې کوونکي شرکت سره تخنیکي بحثونه وکړي.

تړلي موضوعات