د اسراییلو د جګړې کابېنې وزیر بیني ګانټز له خپلې دندې استعفا وکړه

د اسراییلو د جګړې کابېنې وزیر بیني ګانټز له خپلې دندې استعفا وکړه نړۍ
د اسراییلو د جنګ وزیر تر استعفا وروسته خبرې کړې

د امریکا سي این  این ټلویزیون د راپور له مخې، د اسراییلو د جګړې کابېنې وزیر له استعفا وروسته په نتنیاهو تور پوری کړی، چې د هغه سیاسي ملاحظات د غزې جګړه کې د ستراتېژیکو پرېکړو مخه نېسي.
بیني ګانټز په ر اتلونکو څو میاشتو کې پر ټاکنو ټېنګار درلود.
ګانټز تر استعفا وروسته له یرغمل شویو کورنیو بخښنه غوښتې او د غزې په جګړه کې یې خپله ناکامې منلې.
هغه زیاته کړې، چې په ازموینه کې ناکام شوي او د خپلو بچیانو د راستنولو توان نه لري
بیني ګانتز تېره میاشت لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته د جون تر اتمې وخت ورکړی و، که د غزې د جګړې لپاره نوی پلان تصویب نه کړي، نو دی به ترې خپله لار بېله کړي.
د صهیونیستي رژیم د ننه سیاسي او نظامي اختلافونه اوس تر بل هر وخت زیات شوي دي، وړاندې تر دې داسې راپورونه هم ورکړل شوي وو، چې اسراییلي پوځ ځېنې افسران هم د خپلو قراردادونو تمدید ته زړه نه ښه کوي.

تړلي موضوعات