د اوکراین جګړې د ګټلو لپاره اټومي وسلو کارولو ته اړتیا نشته

د اوکراین جګړې د ګټلو لپاره اټومي وسلو کارولو ته اړتیا نشته نړۍ
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ویلادیمیرپوتین ویلي، اوکراین کې د جګړې ګټلو لپاره اټومي وسلو کارولو ته اړتیا نه لري، خو د اورپا او امریکا ګډې وسلې به له روسیې سره په اټومي مقابله کې هیڅ ډول سیالي ونه کړي.

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، د اټومي وسلو په اړه د پوتین خبرې وروسته له هغې راپورته شوې، چې امریکا  اوکراین ته اجازه ورکړه، څو روسیه کې د نظامي اهدافو په نښه کولو کې له امریکايي وسلو کار واخلي.

پوتین دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې نوموړي څه موده وړاندې خبرداری ورکړی و، هر هغه څوک چې‌ د روسيې د ځمکنۍ بشپړتيا خنډ ګرځي، له خپل ټول قوت سره به يې پر وړاندې‌ اقدام وکړي.

بلخوا د امریکا ولسمشر جوبایډن د پوځې مرستو د ځنډ له کبله د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي څخه بخښنه غوښتې.

د ټي ار ټي د راپور له مخې بایډن د فرانسې د نورمانډي جګړې د ۸۰ یمې کلیزې په مراسمو کې له زیلینسکۍ سره په کتنه کې ۲۲۵ میلیونه ډالره نورې نوې مرستې اعلان کړې.

بایډن له زیلینسکي څخه په اپریل میاشت کې کانګریس ته د وړاندېیز شوې د۶۱ میلیارد ډالرو مرستې کڅوړې په تصویب کې د ځنډ له امله بښنه غوښتې.

تړلي موضوعات