اسرائیلو ته د امریکا خبرداری؛ له لبنان سره محدوده جګړه به ایران مستقیمې مداخلې ته اړ کړي

اسرائیلو ته د امریکا خبرداری؛ له لبنان سره محدوده جګړه به ایران مستقیمې مداخلې ته اړ کړي نړۍ
امریکا اسرائیلو ته خبرداری ورکړی چې له لبنان سره جګړه به ایران مستقیمي مداخلې ته اړ کړي

ایرو نیوز د اکسیوس خبري ویب پاڼې د راپور په اساس لیکلي، دوو امریکايي او یو اسرائیلي چارواکي Axios ته ویلي دي، چې د اسرائیلو او د لبنان د حزب الله ډلې تر منځ د کړکېچ په زیاتیدو سره امریکا اسرائیلو ته د ایران د مستقیمې مداخلې په اړه خبردارۍ ورکړی.
د راپورونو په اساس د بایډن ادارې اسرائیلي چارواکو ته ویلي، چې په لبنان کې "محدود جنګ" به ممکن ایران دې ته اړ کړي چې په جګړه کې مستقیمه مداخله وکړي. 
اکسیوس لیکلي، چې امریکا او فرانسه هڅه کوي د اسرائیلو او لبنان پر پوله د کړکېچ د کمولو لپاره یوه ډیپلوماټیک حل ومومي، خو تر اوسه یې په دې برخه کې پرمختګ نه دی کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د اسراییلو او د لبنان د حزب الله ډلې وسلوالو تر منځ په سرحدي سیمو کې پر یو بل بریدونه زیات شوي دي.

تړلي موضوعات