غزه کې په ۱۰۱ روغتیايي مرکزونو ۴۶۴ بریدونه شوي
د روغتیا نړیوال سازمان یا (WHO) تازه ویلي، چې د اوکټوبر له اوومې راهیسې د غزې تړانګې پر ۱۰۱ روغتیايي مرکزونو ۴۶۴ بریدونه شوي دي.
یاد سازمان زیاتوي، چې په دې بریدونو کې د ۱۰۱ روغتیایي مرکزونو په ویجاړېدو سربېره ۷۲۷ تنه روغتیایي کارکوونکي شهیدان شوي او ۹۳۳ تنه نور ټپیان دي.
په همدې حال کې ویل شوي چې د دغو بریدونو ۳۷ سلنه یې د غزې ښار پر روغتیايي مرکزونو، ۲۳ سلنه په شمالي غزې او ۲۸ سلنه یې په خان یونس کې شوي دي.
د روغتیا نړېوال سازمان په دې اړه اعلاميه کې په غزه کې نړېوالو قوانينو ته د درناوي او د ملکي وګړو د ساتنې او زیانمنو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو غوښتنه کړې ده.
د یادونې ده، چې پر غزې تړانګې د روان اته میاشتني اسرائیلي یرغل کې د ۱۵ زره ماشومانو په ګډون څه کم ۳۷ زره فلسطیني وګړي شهیدان شوي او تر ۸۳ زرو نور ټپیان دي.