د کرېکټ نړیوال شل اوریز جام پیل؛ لومړۍ لوبه کې امریکا ـ کاناډا ته په ستر توپیر ماته ورکړه

د  کرېکټ نړیوال شل اوریز جام پیل؛ لومړۍ لوبه کې امریکا ـ کاناډا ته په ستر توپیر ماته ورکړه سپورت
د امریکا او کاناډا لوبډلې د یو بل پر وړاندې

د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام نن یکشنبه د جون پر دویمه نیټه د امریکا او کاناډا کریکټ ملي لوبډلو په لوبې سره پیل شو.

د یاد جام لومړۍ لوبه کې د امریکا کرېکټ ملي لوبډلې خپلې سیالې کاناډایي لوبډلې ته د اووه ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. 

د لوبې پچه د امریکا لوبډلې وګټله خو لومړی یې کاناډا ته د توپ وهنې نوبت ورکړ، چې کاناډا لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۹۵ منډو هدف ورکړ.

که څه هم په سر کې د امریکا کرېکټ ملي لوبډله یو څه د فشار لاندې وه خو ویې کولی شول، چې یاد هدف د درې لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې تر لاسه او د شل اوریز نړیوال جام لومړۍ لوبه په خپلې بریا سره پای ته ورسوي.

د دغو سیالیو دویمه لوبه به نن یکشنبه ماښام ۷ بجې د ویسټ انډیز او پاپواګینه د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ تر سره شي.

تړلي موضوعات