چین پر غزې د بریدونو له دوام سره مخالفت وکړ

چین پر غزې د بریدونو له دوام سره مخالفت وکړ سیمه
د چین ولسمشر له عرب مشرانو سره د کتنې پر مهال

د چین ولسمشر شي جین پېنګ بیجنګ کې د چین او  عربي هېوادونو همکارۍ فورم وزېرانو لسمه ناسته کې د خبرو په مهال وویل، پر غزې روان بریدونه تر نامالومې مودې دوام نه شي کولی.

خو تازه بیا د اسراییلو ملي امنیت شورا سلاکار ویلي، دغزې جګړه کم ترکمه دروان کال تر پایه دوام کولی شي.

ټي ارټي خبري شبکې د چین ولسمشر له قوله لیکلي، غزې ته د بېړنیو بشري مرستو د یوې برخې په توګه به نږدې وخت کې د ملګرو ملتونو د مرستې او کار له ادارې سره درې میلیونه ډالر مرسته وکړي.

شي جین پېنګ په عین وخت کې له خپلواک فلسطیني دولت ملاتړ کړی دی.

ښاغلي شي جین پنګ زیاته کړې، هیواد یې د  بشپړ حاکمیت خاوند د یو خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو او د ملګرو ملتونو د بشپړ غړي هېواد په توګه د فلسطین د غوښتنو ملاتړ کوي.

تړلي موضوعات