پاکستان د وژل شویو چینایي انجنیرانو کورنیو ته غرامت ورکوي

پاکستان د وژل شویو چینایي انجنیرانو کورنیو ته غرامت ورکوي سیمه
پاکستاني ډریور کورنۍ ته به نږدې لس زره ډالر ورکړي

تاج رسنۍ د پاکستان مالیې وزارت له قوله راپور ورکړی، چې په پاکستان کې د وژل شویو پنځو چینایي انجنیرانو کورنیو ته به ۲ اعشاریه ۵۸ میلیونه ډالر غرامت ورکړي.

د پاکستان مالیې وزارت همدارز ویلي له چینایي انجنیرانو سره د وژل شوي پاکستاني ډریور کورنۍ ته به نږدې لس زره ډالر ورکړي.

دغه چینایي انجنیران شاوخوا درې میاشتې وړاندې کوزه پښتونخوا کې د قراقرم پر لویه لار بشام سیمه کې د داسو بند لیدنې پر مهال برید کې ووژل شول.

تړلي موضوعات