د قطر سره میاشت راستنو شویو کډوالو ته کورونه جوړوي
د قطر سرې میاشتې د مرستو او نړېوالې پراختیا مشر دوکتور محمد صلاح ابراهیم د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني سره لېدنه کې ژمنه کړې، چې راستانه شویو کډوالو لپاره به کورونه جوړ کړي.
دوکتور صلاح ابراهیم ویلي، دا چې څومره کورونه به جوړ او څه وخت به یې عملي چارې پیل شي، د قطر خېریه صندوق سره له مشورو وروسته به یې په اړه مالومات شریک شي.
د قطر سرې میاشتې رییس همداراز د ورستیو سېلابونو زیانمنو سره د بشري مرستو په رسولو خبرې کړي دي.
قطر سرې میاشتې وړاندې تر دې کندهار کې د یو ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړولو ژمنه هم کړې ده.